تازه خبرونه
په بغلان ولایت کې ترهګر او انسان تښتوونکي نیول شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په بغلان ولایت کې د ملي امیت لوی ریاست خبر ورکوي، چې دترهګرو او انسان تښتوونکیو دوه ډلې ونیول شوې.
د خبر پاڼې له مخې؛ یوه شپږکسیزه ترهګرهډله، چې د عبدالودود دمحمد داود د زوی په مشرۍ دبغلان ولایت په اړوند سیمو کې پر ترهګریزو بریدونو، ماین خښونو،د علماوو او قومي مشرانو پر ترور او ترهګرو ډلو ته د پیسو پر لیږدولو اونورو ورانکارو کړنو اخته ول د ملي امنیت د لوی ریاست دکارکوونکیو لخوا نیول شوي دي.
خبرپانې په ډاګه کړې؛دغه راز دملي امنیت کارکوونکیو په یو لړ عملیاتو کې د انسان تښتوونکیو یوه شپږ کسیزه ډله، چې په تښتونو او وسلوالو غلاوو کې یې لاس درلود له پېژندنې وروسته نیولي دي .
په بغلان ولایت کې ځایي اوسیدونکي له څو ږرځو راهیسې وسلوالو غلاوو او تروریستي بریدونو اندېښمن کړي وه.