بلخ @ps
په بغلان ولایت کې د سکتوري ریاست سرپرست ووژل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د بغلان ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې په یوه وسلوال برید کی د بغلان ولایت د سکتوري ریاست سرپرست صفا ثنایي ووژل شو.
د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع وايي؛ نن سهار ۸:۳۰ په داسې حال کې، چې ښاغلی ثنایي دندې ته روان و؛ په پلخمري ښار کې د ناڅرکندو وسلوالو له خوا درول شوی او پر سر یې ویشتلی دی.
سرچینه زیاتوي، ثنایي په پیل کې ټپی و؛ خو روغتون ته له رسیدو مخکې یې ساه ورکړې ده.
د سرچینې په وینا؛ برید ګر موترسایکل سپاره ول او له سیمې تښتیدلي دي، چې په تړاو یې تراوسه څوک نه دي نیول شوي.