تازه خبرونه
په بغلان ولایت کې د نامسوولو وسلوالو په نښته کې ۳۸ تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په بغلان ولایت کې د دوه نامسوولو وسلوالو ډلو په نښته کې له پېنځه ویشت ډېر کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي.
د دغه ولایت محلي چارواکی آریانا نیوز ته وایي، چې دغه پېښه تېره شپه د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ په چاریک کارک کلي کي د یوه واده په مراسم کې رامنځته شوي ده.
د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست او امنیتي سرچینو ویلي، چې د تلفاتو په شمېرکه به زیاتوالی راشي.