بلخ @ps
په بغلان ولایت کې د وژل شویو کان کیندونکیو جسدونه دایکندي ته لیږدول کیږي
د بامیان ولایت چارواکي وایي، په بغلان کې د وژل شویو کان کیندونکیو جسدونه د یکشنبې په ورځ د چورلکې په واسطه د یوه دولتي پلاوي پرملتیا دایکندي ته لیږدول کیږي او هلته به خاورو ته وسپارل شي.
ناڅرګندو وسلوالو د جمعې په ورځ د بغلان د تاله و برفک ولسوالۍ د اناردرې په سیمه کې پر هزاره کان کیندونکیو ډزې کړي؛ ۹ تنه یې وژلي، درې ټپیان دي او نورو بریالۍ تېښته کړې ده.
د پېښې ټپی محمد حسین وایي؛ ټول زیانمن کان کیندونکي هزارګان او د دایکندي اوسیدونکي دي، چې د ډبرو سکرو په کان کې یې کار کاوه.
هغه زیاتوي، نیول شوي کسان د دغې سیمې د سیند په غاړه څملول شول او پر ټولو یې ډزې وکړې. دغه راز هغه په ډاګه کړه، چې کومو کسانو، چې پرې ډزې کړي، دوی ته یې د کافر خطاب کړی دی.
د دایکندي ولایت اوسیدونکی غلام حسین وایي؛ مونږ هڅه وکړه، چې ټپیان د پلخمري روغتون ته ژوندي راولیږدوو، خو یو د شتر جنګل په سیمه کې ساه ورکړه.
د پلخمري روغتون داکتر شجاع روحاني د دوه ټپیانو حالت د اندېښنې وړ بولي.
د بغلان والي عبدالستار بارز وایي د پېښې څېړنه ډېره اړینه ده.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې؛ کومو کسانو،چې په کان کې کار کاوه د دې ډلې اجازه یې درلوده او د ده په خبره ښې اړیکې یې ورسره درلودې.
که څه هم داعش تر اوسه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی؛ خو ځینې په دې باور دي، چې داعش دا ډول کارونه کوي.
د اجرائیه ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق وایي، دا د داعش ډلې کار دی او موخه یې د مذاهبو تر منځ نفاق دی او د هېواد په یوشمېر سیمو کې یې ورته وژنې کړې دي.
د بغلان د ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش هم د داعش ډلې پر حضور او د پروګرامونو پر عملي کولو اندېښمن دی او وایي، تاله و برفک ډېره ناامنه ولسوالۍ ده او یوازې د ولسوالۍ وداني د حکومت په ولکه کې ده.
د رپوتونو له مخې، که څه هم څو کان کیدونکي بریالي شوي، چې تېښته وکړي او د سیمې غرنیو ساحو ته پناه یوسي.
خبریال: محمد ذاکر نوري