تازه خبرونه
په بغلان ولایت کې ځینې ولسي شوراگانې د مجرمینو ملاتړ کوي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بغلان د ایستناف محکمې رییس وايي، په ډېرو قضیو کې شوراگانې لاسوهنه کوي او د سرغړوونکيو او د مجرمینو د خوشې کيدو غوښتونکي دي.
د بغلان د استیناف محکمې رییس دین محمد قریشي وايي، د بغلان ایستناف محکمې د یوې موسسې شپږ کارکونکي، چې د څه باندې ۴۶ میلیون افغانیو پر غلا تورن دي نیولي.
نوموړى زياتوي، د قانون له ماتونو، خپلسریو او د شوراگانو له منفي لاسوهنو نا راضه يو.
قریشي په ډاگه كړه:
هیچا ته به اجازه ورنکړ شي، چې د هېواد د نافذو قوانینو خلاف عمل وکړي.
په وروستیو څو میاشتو کې د بغلان ایستناف محکمې هغه قضيې تعقیب کړي، چې په بېلابېلو دلایلو تر اوسه نه دي تعقیب شوي.