بلخ @ps

په بغلان کې افغان ځواکونه له محاصرې ژغورل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکي د بغلان ولایت په زاړه بغلان سیمه کې له شدیدو پوځي عملیاتو او د بهرنیو وسلوالو له مرګ و ژوبلي خبر ورکوي.

چارواکي وایي؛ ډېر کلي له وسلوالو طالبانو بېرته نیول شوي او د افغان ځواکونو هغه مرکز، چې د طالبانو په محاصره کې و هم ژغورل شوی دی.

په بغلان کې د ځانګړیو ځواکونو ویاند احمد جاوید سلیم اریانا نیوز ته وویل، چې  د افغان ځواکونو په عملیاتو کې دیارلس وسلوال طالبان وژل شوي او اووه لس نور ټپیان دي.

په مرکزي بغلان کې د روانې جګړې له امله ګڼ شمېر کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي دي.

Trending

Exit mobile version