سیمه ییز خبرونه
په بغلان کې د افغان بيسيم شركت لخوا د پيل شوي جومات چارې به په يوه مياشت كې بشپړې شي
د بغلان په كېله ګي کې د افغان بيسيم د مخابراتي شركت د رئيس امين رامين لخوا د پيل شوي جومات چارې، چې درې مياشتې مخكې پيل شوې وې، اويا په سلو كې بشپړې شوې دي.
د بغلان د كېله ګي سيمې اوسېدونكو او ديني عالمانو له غوښتنې سره سم د افغان بيسيم د مخابراتي شركت رئيس امين رامين دوى ته د جومات د جوړولو چارې درې مياشتې مخكې پېل كړي.
د افغان بيسيم مخابراتي شركت رئيس امين رامين وایی:
اوس د دغه جومات د رغولو چارې اويا په سلو كې پر مخ تللي دي او په يوه مياشت كې به يې پاته چارې هم بشپړې شي.
د سيمې خلك او ديني عالمان خوښ دي، چې د دوى په سيمه كې د قاضي حبيب الله رامین جومات رغول كېږي.
دا جومات، چې د كابل بغلان لويې لارې ته څېرمه جوړېږي د سيمې د خلكو تر څنګ د دغې لارې مسافرو ته هم د ديني فرايضو د ادا كولو زمينه هم برابرېږي.
امين رامين د بغلان په خوست او فرنګ ولسوالۍ كې دوې ليسې د ناديې او ميهن رامين په نومونو هم جوړې كړي.