سیمه ییز خبرونه
په بغلان کې د امام زمان پر جومات د برید مسوولیت داعش پر غاړه واخیست
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ داعش د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په امام زمان جومات کې د جمعې د ورځې د وسلوال برید مسوولیت منلی دی.
داعش په اعماق نومې اوبپاڼه کې د یوې خبرپاڼې پر خپرولو د دې برید مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې په لسګونه شیعهمذهبو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.
سیمه ییزو سرچینو پرون ویلي وه، چې د جمعې پر ورځ ماسپښین مهال د بغلان ولایت د مرکز پلخمري په امام زمان جومات کې د ځانمرګي برید له کبله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د دغه ولایت امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ځانمرګی برید د پلخمري ښار په امام زمان جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، امنیتي ځواکونو د پېښې څېړل پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بغلان ولایت پر امام زمان جومات چاودنې کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.
په تېرو کلونو کې پرلهپسې د هزاره ټبرو او شیعهمذهبو پر مذهبي او فرهنګي ځایونو، ښوونیزو مرکزونو او سولهییزو غونډو بریدونه شوي، چې تر ډېره یې مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
