تازه خبرونه
په بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
د تالهوبرفک ولسوالۍ امنیه قومندان اسماعیل ایوبي ویلي، پېښه په یوه لرې پرته سیمه کې رامنځته شوې او د دوه کورنیو ترمنځ د کرنیزو اوبو د کارونې پر سر اختلاف یې د نښتې اصلي لامل بللی دی.
د بغلان امنیتي چارواکو ویلي، د دې ولایت د تالهوبرفک ولسوالۍ په «دیوالک» سیمه کې د دوه کورنیو ترمنځ د شخصي اختلافاتو او کرنیزو اوبو د کارونې پر سر وسلهواله نښته شوې، چې له کبله یې څلور کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د تالهوبرفک ولسوالۍ امنیه قومندان اسماعیل ایوبي ویلي، پېښه په یوه لرې پرته سیمه کې رامنځته شوې او د دوه کورنیو ترمنځ د کرنیزو اوبو د کارونې پر سر اختلاف یې د نښتې اصلي لامل بللی دی.
د بغلان امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې؛ په دې سیمه کې د مخابراتي شبکو د پوښښ د نشتوالي له کبله د سیمې یو اوسېدونکی له پېښې څخه د خبر ورکولو لپاره هغې سیمې ته تللی، چې مخابراتي پوښښ لري او امنیتي ځواکونه یې خبر کړي دي.
امنیتي چارواکي وایي، د پېښې ښکېل کسان له سیمې تښتېدلي او تر اوسه یې په تړاو څوک نیول شوي نهدي. د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره هڅې روانې دي.