تازه خبرونه
په بغلان کې د دوه ځوانانو مړي موندل شوي
(Last Updated On: وری ۲۳, ۱۴۰۰)
په بغلان کې یوسف خپلواک او یارمحمد نومي دوه ځوانان د ناڅرګندو وسلوالو لخوا بې رحمانه ووژل شوي دي.
د سیمه ییزو سرچینو د څرګندونو له مخې، دا دوه ځوانان دوه ورځې مخکې له پلخمري ورک او د دوشنبې پر ورځ مازیګر مهال د خواجه الوان( د بغلان – سمنګان لویه لار) په اړوند سیمه کې موندل شوي، چې دواړه د تره زامن هم دي.
د بغلان پولیس طالبان په دې پېښه کې پړه بولي؛ خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو ته ویل، چې پېه له دوی سره هیڅ تړاو نلري. لومړني معلومات ښي، چې دغه جرم د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوی دی.
د دې دوه ځوانانو مړي د پولیسو له پلټنې وروسته د دوی پلرنۍ سیمې چشمه شیر ته لېږدول شوي دي.