تازه خبرونه

په بغلان کې د طالبانو بريد له کبله ۷ پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۱, ۱۳۹۹

ځینې سرچینې آریانانیوز ته وايې، چې تېره شپه ( د لړم ۲۹) په بغلان ولایت کې طالبانو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی؛ څلور پولیس یې وژلي او دری نور ټپیان دي.

سرچینې زیاتوي چې دا برید د پلخمري په بوغابي سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې شوی او له برید وروسته طالبانو دوه پولیس له ځان سره وړي دي.

د بغلان ولایت د پولیسو مطبوعاتی دفتر دا پېښه تائیدوي او وايي چې یاده پېښه کې دوه پولیس او پنځه طالبان  وژل شوي دي.

د بغلان ولایت د پولیسو ویاند، جاوید بشارت، وايي: « وسلوالو طالبانو تیره شپه په بوغابي سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې له څو خواوو برید وکړ  چې له کبله یې پنځه طالبان ووژل شول او دوه پولیس په شهادت ورسېدلږ»

طالبانو تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version