تازه خبرونه

په بغلان کې د طالبانو له زندان څخه د سرتېرو په ګډون ۶۲ بندیان خوشې شوي

Published

on

د افغانستان دفاع وزارت ويلي؛ تېره شپه د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندان څخه د ۳۶ سرتېرو په ګډون ۶۲ بندیان خوشې کړي دي.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، دغه کسان د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نوروزک په کلي کې د طالبانو له یوه زندانه د عملیاتو په پایله کې خوشې شوي دي.

سرچینې ویلي؛ په دې عملیاتو کې د زندان څلور طالب ساتونکي هم وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات یې له منځه تللي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، خوشې شوي بندیان سخت شکنجه شوي هم وه.

دغه راز دفاع وزارت ویلي؛ د هرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کې هم د کمانډو ځواکونو دعملیاتو په پایله کې د عسکرو په ګډون ۴۱ کسان  د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه عملیات د پښتون زرغون ولسوالۍ په مروه کلي کې تر سره شوي، چې د ۱۹ سرتېرو په ګډون ۴۱ کسان د طالبانو له بنده ژغورل شوي دي.

Trending

Exit mobile version