تازه خبرونه

په بغلان کې د طالبانو موټر بم برید موخې ته له رسېدو مخکې شنډ شو

Published

on

د ۲۱۷ پامیر قول اردو د رسنیو مسوول هادي نظري ویلي؛ تېره شپه وسلوالو طالبانو غوښتل د بغلان ولایت د پلخمري د باغ شمال په اړوند سیمه کې پر ګد امنیتي مرکز موټربم برید تر سره کړي؛ خو له پېژندنې وروسته شنډ شو.

امنیتی سرچینو ویلي؛ برید تېره شپه ۱:۳۰رامنځته شوی، چې په کې دوه سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د یادې قول اردو د څرګندونو له مخې؛ تېره شپه یوه نیمه بجه د وسلوالو طالبانو یو موټر بم موخې ته له رسیدو مخکې وپېژندل شو او له درې ځانمرګو برید کوونکيو سره له منځه یوړل شو.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ په پېښه کې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او څرګندوي، چې په دې برید کې ډېر  شمېر سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې او پوځي تجهیزات یې ویجاړ شوي دي.

Trending

Exit mobile version