تازه خبرونه
په بغلان کې د طالبانو یو زندان مات او ۴۲ بندیان ترې راخوشې شول
(Last Updated On: سلواغه ۲۸, ۱۳۹۹)
د افغانستان دفاع وزارت ويلي، چې تېره شپه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د علی خواجه په کلي کې کومانډو ځواکونو د طالبانو یو زندان مات کړی؛ ۴۲ بندیان یې د ۲۵ پوځیانو او ۱۷ ملکي وګړيو پر ګډون راخوشې کړي دي.
دفاع وزارت د سې شنبې پر ورځ په ډاګه کړې، چې دغو بندیانو له لس ورځو څخه تر دوه کلونو پورې تېر کړی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دا بندیان طالبانو ډېر کړولي او ځورولي دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ۳۰ ورځو کې د افغانستان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو له ۱۰۰ ډېر بې ګناه خلک د طالبانو له زندانونو ژغورلي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.