تازه خبرونه

په بغلان کې د ناڅرګندو وسلوالو د ډزو له کبله ۱۰ کسان ووژل شول

د بغلان پولیسو ويلي: ۱۰ کسان، چې تېره شپه( د لړم یوویشتمه ) یې د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه جومات کې ذکر کاوه د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

Published

on

په بغلان ولایت کې پرون شپه د یوه وسلوال برید له کبله ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د بغلان پولیسو ويلي: ۱۰ کسان، چې تېره شپه( د لړم یوویشتمه ) یې د دغه ولایت د نهرین ولسوالۍ په یوه جومات کې ذکر کاوه د ناڅرګندو وسلوالو لخوا وژل شوي دي.

د بغلان ولايت د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړيکو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو کسانو د ورځې په اوږدو کې کار کاوه او د شپې جومات او خانقا ته د عبادت لپاره تلل.

د دې برید پړه تر دې دمه هیچا پر غاړه نده اخیستې.

د بغلان د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر عبدالغيور خادم ويلي، د دې قضيې په تړاو څو کسان نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

Trending

Exit mobile version