تازه خبرونه

په بغلان کې د وسلوالو پر برید يو دیني عالم «شهید شوی» او یو بل ټپي دي

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍرسنیزې څانګې زیاته کړې، چې: « د سې‌شنبې پر ورځ ماښام مهال د نامعلومو وسلوالو په برید کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جامع جومات خطیب مولوي حمد الله محمدي شهید شوی او د یاد جومات د مدرسې ښوونکی مولوی عبدالرازق ټپي دی.»

Published

on

د بغلان ولایت امنیتي چارواکو ویلي، چې په دې ولایت کې نامعلومو وسلوالو یو دیني عالم «شهید کړی» او بل ټپي دی.

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍرسنیزې څانګې زیاته کړې، چې: « د سې‌شنبې پر ورځ ماښام مهال د نامعلومو وسلوالو په برید کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د جامع جومات خطیب مولوي حمد الله محمدي شهید شوی او د یاد جومات د مدرسې ښوونکی مولوی عبدالرازق ټپي دی.»

د بغلان پوليسو ویلي؛ لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دا بريد د دوى د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوى او تراوسه پورې د دغې قضيې په تړاو څوک نيول شوي ندي.

ویل کیږي؛ دغه برید هغه مهال رامنځته شوی، چې یادو دیني عالمانو غوښتل یوې میلمستیا ته ولاړ شي، چې په لاره کې پرې برید ترسره شوي دی.

Trending

Exit mobile version