تازه خبرونه

په بغلان کې د چرګانو دوه فارمونه جوړ شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بغلان په دوو ولسوالیو کې د چرګانو د ساتنې د فارمونو لومړني کارونه د اتو میلیون افغانیو په ارزښت تر سره شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ ادارې مسولین وایي، دا پروژه بېوزلو ښځو ته په پام کې نیول شوې او ټاکل شوې د کرنې وزارت څه باندې څلوېښت میلیونه افغانۍ د چرګانو د ساتنې په برخه کې بغلان ته ځانګړې کړي.

د کرنې وزارت د مرکزي بغلان او دوشي ولسوالیو، په شمال ختیځ زون کې د مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې د چرګانو د ساتنې دوولس فارمونه جوړوي چې د مسولینو په وینا د دې پروژې لومړني کارونه بشپړ شوي دي.

په شمال ختیځ زون کې د کرنې وزارت د مالدارۍ د پروژې مسول محمدغلام ملاخېل وایي چې د دې پروژې په تطبیق سره دغو دوو ولسوالیو کې د بېوزلو ښځو اقتصادي ستونزې لرې کېږي.

ملاخېل زياتوي: “که د چرګانو د ساتنې دغه پروژه بغلان کې نتیجه ورکړي، هوډ لرو چې ټولو ولایتونو کې یې تطبیق کړو.”

Trending

Exit mobile version