تازه خبرونه

په بغلان کې د ۴۳۰ بېخبنایي پروژو پلی کیدل پیل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۹, ۱۳۹۹)

د کرنې وزارت د کرنیزو تولیداتو د ښه مدیریت لپاره په بغلان ولایت کې پر ۴۳۰ بېخبنایي پروژو د پلي کیدو کار پیل کړی دی.

 چارواکو ویلي، چې په دې پروژه کې به د سبو او میوو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې او ورسره به د تولیداتو د ساتنې آسانتیاوې رامنځته شي.

همدارنه د ممیزو د ساتنې خونې هم جوړیږي.

دغه پروژه به د خلکو د ۱۰ سلنې ونډې په لرلو پر ۲۰۲ میلیون افغانیو ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.

چارواکو زیاته کړې، چې دوی د کرنیزو تولیداتو، د محصولاتو د ودې او د کروندګرو د ملاتړ لپاره د هېواد د پر خان بسیاینې  پر لوري ګټور پلانونه لري.

د بغلان د کرنې ريیس عبدالغیاث صدیقي وايي؛ په کور د ننه د کرنیزو محصولاتو په ځان بسیاینې لپاره یې عملي ګامونه اوچت کړي، چې له یوې خوا د کروندګرو په ژوند کې مثبت بدلونونه رامنځته شي او له بلې خوا له دغه پلوه بهر ته له اړتیا خلاص شو.

کروندګر بیا له مسوولینو غواړي، چې دغه پروژې په جدي توګه وڅاري او په ټاکلي وخت یې بشپړې کړي.

دوی وايي، چې د محصولاتو د خوندي کولو او ساتنې لپاره مناسب امکانات نلري؛ نو، ځکه په خپل کار او بار کې زیان ویني.

د دغو پروژو له جوړیدو سره به د بغلان څه باندې څلور زره کسان پر کار وګومارل شي او د درې زره درې سوه ټنو میوو او سبزیو د ساتنې امکانات برابر شي.

Trending

Exit mobile version