تازه خبرونه

په بغلان کې صبرۍ ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال نیول شوی

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۵, ۱۴۰۰)

د بغلان پولیسو ویلي، چې په بغلان ولایت کې د خوست ولایت صبرۍ ولسوالۍ ته نومول شوی طالب ولسوال او پوځي مسوول نیول شوي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ویلي؛ دغو کسانو د بغلان له وسلوالو طالبانو سره د شمال ولایتونو په لویه لار کې دولت ضد هڅې کولې او د بغلان د تروریزم ضد مدیریت منسوبینو لخوا دندې ته د بېرته ستنېدو پرمهال له پېژندنې وروسته ونیول شول.

دړغه راز د تخار ولایت پولیسو ويلي، چې تېره شپه د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو یو لوړ پوړی قومندان عبیده له ۵ نورو ملګرو سره وژل شوی دی.

د تخار پولیسو ویاند خلیل اسیر ویلي، چې وسلوالو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د خواجه بند کشا پر پوسته ډله ییز برید کړی و، چې وروسته شنډ او پرشا وتمبول شو.

نوموړي دا هم ویلي، چې په دې جګړه کې دولتي ځواکونو ته زیان ندی رسیدلی.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version