تازه خبرونه
په بغلان کې طالبانو ۱۲ پولیس سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
د بغلان ولایت د پلخمري په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو د بریدونو له کبله ۷ پولیس سرتېري وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.
یو شمېر سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې تېره شپه وسلوالو طالبانو د دې ولایت د پلخمري ښار د سرخ کوتل د اړوند سیمې د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستې بریدونه کړي دي.
امنیتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
له بلې خوا دفاع وزارت په کندهار ولایت کې د ۱۳ طالب جنګیالیو له وژلو خبر ورکوي او څرګندوي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې د دې ولایت پر خانشین ولسوالۍ ډله ییز برتر سره کړ؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول.
یاد وزارت په ډاګه کړې، چې د دې نښتې په پای کې ۱۳ طالب وسلوال وژل شوي؛ وسلې او مهمات یې ویجاړ کړ دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د ژیړي او تخته پول د اړوند سیمو ۱۳ طالبان وژل شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.