تازه خبرونه
په بغلان کې طالبانو ۱۸ امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
د چارشنبې پر سهار وسلوالو طالبانو په بغلان ولایت کې لږ تر لږه ۱۳ امنیتي سرتېري وژلي او پېنځه نور ټپیان دی.
پولیسو څرګنده کړې، چې طالبانو نن سهار شاوخوا ۴:۰۰ بجې د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار د پېنځمې ناحیې د وزیر آباد پر پوسته ډله ییز برید کړی دی.
پولیسو د ځاني زیانونو په اړه جزئیات ندي ورکړي.
د روغتیایي چارواکو او د قربانیانو خپلوانو د ځاني زیانونو وړاندې شوي شمېر تائید کړی او څرګندوي: نن سهار له ۴ تر ۵ بجو ۱۳ مړي او پېنځه ټپي سرتېري روغتون ته رالیږدول شوي.
د پلخمري ولایتي روغتون مشرعین الدین سعیدي ویلي: د ټپیانو روغتیایي حالت ښه دی.
د سعیدي د څرګندونو له مخې؛ یو بل جسد هم له دوه یمې ناحیې روغتون ته رالېږدول شوی، چې د ځای پر ځای شويو چاودیدونکي توکو په چاودنه کې وژل شو دی.
د وژل شوي سرتېرو خپلوانو ویلي، چې هیڅ دولتي چارواکو له دوی سره لیدنه نده کړې.
یو کس پر مشرانو تور پورې کړ، چې د دوی مړي د شخصي ګټو لپاره کارول کیږي.
د قربانيانو خپلوانو دا هم ویلي، چې برید د طالبانو د سرې قطعې لخوا شوی دی.
تر دې دمه د طالبانو په ګډون هیچا د دغه برید مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.