تازه خبرونه

په بغلان کې طالبانو ۲۰ افغان ځواکونو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

په بغلان کې له وسلوالو طالبانو سره په نښته کې ۲۰ سرتېرو او امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د سرې قطعې جنګیالیو د بغلان ولایت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې د پولیسو او ملي اردو پر پوستو وسلوال برید کړی؛ ۱۵ سرتېري وژل شوي او له ۵ ډېر نور ټپیان دي.

د ګذرګاه نوراوسیدونکيو ويلي، چې په دې برید کې د ولسوالۍ د تخنیک آمر او د اردو د سیمه ییز تولي قومندان هم وژل شوي او د اردو یو سرتېری ورک شوی دی.

ځایی خلکو ویلی، په برید کې لږ تر لږه ۱۵ عسکر وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دی.

دغه راز په هرات او بغلان ولایتونو کې د ملکي وګړیو د وژل کیدو راپور هم ورکړ شوی دی.

سیمه ییز چارواکي تائیدوي، چې په هرات او لغمان ولایتونو کې یوې بلې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژلي او ۱۹ نور ټپیان دي.

Trending

Exit mobile version