تازه خبرونه
په بغلان کې ناوک خپله ناوې د نوي ژوند په درېیمه ورځ ووژله
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په بغلان ولایت کې یو ناوک خپله درې ورځنۍ ناوې زندۍ او وژلې او زیورات یې ترې لوټلي دي.
سمیه نومې ناوې د خپل نوي ژوند په درېیمه ورځ د ژوندانه له روان بهیره بې برخې کړای شوې ده.
د سمیې نومې ناوې نږدې خپلوان وایي:
وژونکي ناوک د دغې ناوې گاڼه له ځانه سره وړې او تښتیدلی دی.
د دي وژنې انگیزه او لامل تراوسه ندی روښانه شوی.
د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست رییسه خدیجه یقین وایي، امنیتي مسوولین باید د دغه ناوک دوژلو هڅې وکړي.
د بغلان امنیتي چارواکي وايي، د وژونکي د نیولو په لټه کې دي او د نیول کیدو په صورت کې به ورسره چـک قانوني چلن وشي.
بغلان یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په کې رامنځته کیږي .