بلخ @ps
په بغلان کې یوه سړي د خپلې ښځې او لور سرونه خرییلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
یوه سړي د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د خپلې دوه ویشت کلنې ښځې او درې کلنې لور سرونه په دې جرم خریلي، چې ولې د ده له اجازې پرته د پلار کور ته تللې وه.
د بغلان د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین دا ډول تاوتریخوالی بې مخینې بولي او وایي، دغه میرمن دوه ماشومان لري او پولیسو د هغوی د خوندیتوب لپاره لازمې چارې تر سره کړي دي.
له تېر یوه کال راهیسې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي بدې پېښې تر سره شوي دي؛ وژنې، له کوره تېښته او په بدو کې د نجونو ورکړه د دغه تاوتریخوالي عمده موارد دي.
سیمه ییز خبریال: ذاکر نوري