تازه خبرونه
په بلخ، کونړ اوپروان کې د ۳ ښځو د جبري ودونو مخه ونیول شوه
دا درې شکایتونه د هغو درې ښځو له لوري ثبت شوي وه، چې کورنیو یې غوښتل د دغو ښځو له خوښې او رضایت پرته یې جبري ودونه ترسره کړي. د شکایتونو له ثبت او هر اړخیزې څېړنې وروسته د یاد وزارت منسوبینو د دغو ودونو د ترسره کېدا مخه ونیوله.
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت منسوبینو په بلخ، کونړ او پروان ولایتونو کې د درې ښځو د درې جبري ودونو له ترسره کېدا مخنیوی وکړ او د هغوی شرعي حقونه یې خوندي کړل.
دا درې شکایتونه د هغو درې ښځو له لوري ثبت شوي وه، چې کورنیو یې غوښتل د دغو ښځو له خوښې او رضایت پرته یې جبري ودونه ترسره کړي. د شکایتونو له ثبت او هر اړخیزې څېړنې وروسته د یاد وزارت منسوبینو د دغو ودونو د ترسره کېدا مخه ونیوله.
پر دې سربېره اړوند کورنۍ دغو ریاستونو ته وروبلل شوې او د ښځو د شرعي حقونو د رعایت او د مېړه غوراوي د آزادۍ په اړه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
د کورنیو غړو د پښېمانۍ څرګندولو تر څنګ ژمنه کړې، چې له دې وروسته به د ښځو ټول شرعي حقونه رعایتوي او خپلې لوڼې به یوازې د هغوی له خوښې او واک سره سمې ودوي.