سیمه ییز خبرونه
په بلخ كې د امنيتي گواښوونو كچه راټيټه شوې
د بلخ امنيتي چارواكي د نوي كال په درشل كې وايي، چې:
د تېركال په پرتله اوس د امنيتي گواښوونو كچه را ټيټه شوې ده.
د دغه ولايت امنيه كوماندان وايي، چې:
په روان كال كې د امنيتي گواښوونو شمېرله ۱۸۳ څخه ۲۸ پېښو ته راټيټ شوى دى.
د بلخ امنيه كوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرازق قادروايي، چې:
د دغه ولايت د كشنده ولسوالۍ د امنيه كوماندان نصيرالدين د وژنې په تور دوه كسان له پېښې ۲۴ ساعته وروسته د استخباراتي معلوماتو پربنسټ نيول شوي، چې د كشنده ولسوالۍ اوسيدونكي دي.
د نوموړي په وينا :
دغو كسانو ماين ته له ليرې څخه چاودنه وركړې وه.
د بلخ د پوليسو د آمنيت آمر وايي:
په دغه ولايت كې د يېمه ييزو پوليسو په جوړيدو د بلواگرو بريدونه د پام وړ لږ شوي، خو يو لږ شمېر مخالفين تر اوسه هم د سرپل او بلخ ولايتونو په غرنيو سيمو كې وجود لري.
