سیمه ییز خبرونه
په بلخ كې د سوداگرۍ خونې د مديره پلاوي ټاكنې وشوې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بلخ د سوداگرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي د ټاكلو پر سرله دوه مياشتنيو ناندريو وروسته په همدې موخه ټاكنې وشوې.
په دې ټاكنو كې د بلخ د سوداگرۍ خونې د مديره او عامل پلاوي لپاره د ۱۹ تنو ترمنځ سيالي وشوه.
له دولت سره د تگلارې او اړيكو د ادارې مسوول احمد توفيق، چې د يوه پلاوي په مشرۍ د دې ټاكنو د څارنې په موخه مزارشريف ته تللى وايي:
په دې ټاكنو كې له دوه زرو ډېرو كسانو برخه اخيستې وه .
په بلخ كې د ټاكنو خپلواك كميسيون د دې ټاكنو تخنيكي مسووليت په غاړه لري