سیمه ییز خبرونه
په بلخ كې د شمالي ولايتونو د سيمه ييزو او ولايتي شوراگانو د همغږۍ مركز جوړشو
مسوولين وايي، چې:
دغه مركز به د حكومت او ولايتي شوراگانو ترمنځ د چارو په همغږۍ كې رغنده رول ولوبوي.
د سيمه ييزو ارگانونو د خپلواكې ادارې د سيمه ييزو شوراگانو د همغږۍ مسوول سيد احمد خاموش وايي، چې:
د حكومت او سيمه ييزو شوراگانو ترمنځ د لازمې همغږۍ نه شتون په چارو كې يو لړستونزې را پيدا كړې وې، چې د همدغو ستونزو د ليرې كولو په موخه په مزار شريف كې د دوشنبې په ورځ(د لړم۲۹) د همغږۍ مركز جوړ شو.
د بلخ د ولايتي شورا رييس داكتر محمد افضل حديد او د سمنگانو د ولايتي شورا رييس ضياالدين ضيا د همغږۍ د مركز له جوړيدو خوښ دي او وايي، چې:
حكومت بايد د سيمه ييزو شوراگانو واكونه زيات كړي.
د افغانستان په شمال كې د سمه ييزو او ولايتي شوراگانو همغږۍ مركز د جوړولو هڅې؛ ځكه پيل شوې، چې د سيمه ييزو چارواكو او سيمه ييزو شوراگانو ترمنځ وخت ناوخت د ځينو مسايلو پرسرجنجالونه را پورته كيدل.