سیمه ییز خبرونه

په بلخ كې د لاسي صنايعو يو ورځنى نندارتون جوړ شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د بلخ ولايت په مزارشريف ښار كې د يكشنبې په ورځ(د زمري۲۷) د امريكا نړيوالې پراختيا ادارې او د دې ولايت د كرنې رياست په ملتيا د پېنځه شمالي ولايتونو د لاسي او كرنيزو توكو گډ يو ورځنى نندارتون جوړ شو.

د نندارتون جوړوونكيو په ډاگه كړې، چې له د دغه كار موخه د سيمې د توليدوونكيو او پروسس كوونكيو ترمنځ د كرنيزو محصولاتو سوداگريزه وده ده.

په دې نندارتون كې د شمال ولايتونو د لاسي او كرنيزو توكو څه نا څه دوه سوه توليدوونكي برخه لري، چې د يو او بل توليدات و پېژني.

له ښځينه لاسي صنايعو څخه زيورات، ورښمين ټيكري، شات، د ميوو طبيعي اوبه او وچې ميوې نندارې ته وړاندې شوي دي.

د بلخ ولايت د اقتصاد ادارې رييس عطاء محمد د دغه نندارتون جوړيدل گټور بولي او وايي، چې په شمال ولايتونو كې پرې د توليدوونكيو، لگوونكيو او پروسسوونكيو ترمنځ همغږي رامنځته كيږي.

د نندارتون گډونوال د بازار نشتوالى، د بوديجې لږوالى، د كرنيزو توكو د پروسس د ماشينرۍ نشتون هغه ستونزې بولي، چې د دې ولايتونو توليدوونكي ورسره مخ دي.

د يادونې وړ ده، چې د امريكا متحده ايالاتو له څو كلونو راپديخوا د آيديا نيو د پروگرام تر سرليك لاندې په لاسي صنايعو كې د ښځو روزل پيل كړي، چې دمگړۍ په پېنځه شمال ولايتونو كې يې درې زره ښځې د ورښمو چلنجو په پالنه كې په كار اخته كړي دي.

Trending

Exit mobile version