سیمه ییز خبرونه
په بلخ كې د نوي كال په وياړ د صنعتي محصولاتو څلور ورځنى نندارتون جوړ شو
په مزارشريف كې بېلابېلو توليدوونكيو د نوي كال په وياړ خپل صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې كړل.
په دې نندراتون كې غالۍ، لاسي صنايع، خوراكي توكي، گاڼې او نور توليدات د څلورو ورځو لپاره نندارې ته ايښودل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنگ وزير، د بلخ چارواكو او بهرنيو ديپلوماتانو هم له دې نندارتون څخه ليدنه وكړه.
په تيرو كلونو كې د افغانستان پر اقتصادي ځانبسياينې او د كورنيو توليداتو د ودې په موخه پر خصوصي برخې بشپړ ټينگار شوى دى.
د افغانستان په شمال كې مناسبو فرصتونو او خوندي امنيت په مزارشريف كې د نوي كال په مناسبت د پرانيستل شوي نندارتون پر بډاينې هم اغېز كړى دى.
پانگوال او سوداگر وايي :
د دولت له ملاتړ پرته له هغو بهرنيو محصولاتو سره سيالي نه شو كولى، چې هېواد ته راوړل كيږي.
دوى وايي:
دولت بايد د هغو بې كيفيته توكو په وړاندې، چې وارديږي د رقابت په موخه له خصوصي برخې ډېر ملاتړ وكړي.
دولتي چارواكي وايي:
د بازار اقتصاد او د كافي بودجې نشتوالى د دې لامل شوى، چې په افغانستان كې د اوسني گډوډ بازار په وړاندې سيالي رامنځته شي، خو بيا هم دخصوصي برخې د ملاتړ په موخه بېلابېل بنسټونه كار كوي.
په بلخ كې د سوداگرۍ او صنايعو خونې رييس آرش يونسي د نندارتونونو جوړول د صنايعو د كيفيت په ښه والي او پلورونكيو ته د هغو په ورپيژندلو كې اغېزمن بولي.
په شمال كې توليدونكي هيله من دي، چې د دغه نندارتون له لارې به يې محصولات د خلكو ملاتړ ترلاسه او خپلو توليداتو ته به وده وركړي.