سیمه ییز خبرونه
په بلخ كې سېلابونو شپاړس تنه مړه كړي دي
په بلخ كې سېلابونو شپاړس تنه مړه كړي او يو شمېر نور تري تم دي، همدارنګه د مزار شريف په هوايي ډګر كې يې الوتنې ځنډولي دي.
د بې ساري سيلابونو راوتلو د مزاريانو د ګلسرخ ميله او پسرلى ګډوډ كړ. د يوه درانه اورښت څخه وروسته درنو سېلابونو د بلخ اته ولسوالۍ او د مزارشريف د ښار يوه برخه لاندې كړه.
د دغه سيلابونو له امله د مالي او ځاني زيانونو كچه د بدلون په حال كې ده وروستۍ شمېرې ښكاره كوي، چې تر اوسه د دغه سېلابونو له امله د بلخ په ولسوالۍ او مزارشريف ښار كې شپاړس كسانو ژوند له لاسه وركړى.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد وايي:
د سېلابونو له امله د بلخ په ولسوالۍ او مزارشريف ښار كې شپاړس كسانو ژوند له لاسه وركړى او يو شمېر نور لا تر اوسه لا دركه دي.
نوموړى همدارنګه زیاتوي، چې يوازې د مزار شريف په ښار د سخي كمپ په سيمه كې شاوخوا پنځو زرو كسانو خپل كورونه له لاسه وركړي دي.
د مزار د نړيوال هوايي ډګر قوماندان خان محمد وايي:
د دغه سېلابونو له امله د مزار شريف هوايي ډګر د الوتنو د خط، نوی ترمينال او نوې ودانۍ په ګډون يو شمېر برخې زيانمنې شوې دي، چې له امله يې دغه ولايت ته تر سره كېدونكې الوتنې هم بندې شوې دي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې په دې اندازه د سېلابونو را وتل له انتطاره لرې خبره وه او د سېلابونو د مخنيوي هغه كانالونه، چې د ښار په چاپېريال كې جوړ شوي وو سېلابونو له مېنځه وړي دي.