سیمه ییز خبرونه
په بلخ كې شاهين قول اردو د ټاكنو د امنيت په موخه پوځي مانورې كوې
په شمال كې د ټاكنو د امنيت د ټينگښت په موخه پوځي مانورې روانې دي.
د شاهين قول اردو وايي، چې د ټاكنو تر ورځې به د افغان ځواكونو چمتووالى نور هم ډېر شي او په شمال كې به د دغو ټاكنو په وړاندې جدي امنيتي گواښونه نه وي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو مرستيال شاه محمد زكريا وايي، هغه امنيتي گواښونه، چې اوس د بدخشان په وردوج او د فارياب په المار ولسواليو كې شته له منځه به يووړل شي .
په شمال كې د شاهين قول اردومرستيال شاه محمد ذكريا زياتوي، امنيتي ځواكونه د ټاكنو د امنيت ټينگښت ته چمتو دي او د ټاكنو تر ورځې به ډېرې نورې مانورې تې سره شي.
دغه راز د دې قول اردو د درېيمې پلې ليوا سرتېرو هم د توپونو د ډزو پوځي مانورې تر سره كړې.
د شاهين قول اردو توپچي مرستيال جمال الدرين خرم وايي:
دا مانورې د عملي كار په موخه پيل شوې دي.
امنيتي چارواكي په داسې حال كې د شمال او شمال ختيځو سيمو د امنيت د ټينگښت خبر وركوي، چې د بدخشان وردج او جرم ولسوالۍ، د سرپل كوهستان، د فارياب المار او قيصار او په شمال او شمال ختيځ كې څو نورې ولسوالۍ ډېر كله د وسله والو مخالفينو له جدي گواښونو سره مخ كيږي.