سیمه ییز خبرونه
په فارياب كې سلگونه كورنۍ د طبيعي پېښو له خطرونو سره مخ دي
د ژمي په را رسيدو په فارياب كې د بېوزلو وگړيو ستونزې څو برابره ډېرې شوې دي.
د سيمې يو سپين ږيرى وايي:
بې كاري، د سرپنا نه شتون، ناروغي او له ټولو سخته د سړو خونو شتون هغه كړاونه دي، چې دا كورنۍ يې گالي.
د دغو زيان منوونكيو ستونزې دومره زياتې دي، چې پر ليدو يې د هر انسان سترگې له اوښكو ډكيږي.
د كډوالو او بېرته راستنيدونكيو وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۶۹ زره كورنۍ بې ځايه شوي كډوال د كډوالو د چارو د ملگرو ملتونو په عالي كميشنري كې ثبت دي. له دغو كسانو څخه درې زره كورنۍ په كابل كې ژوند كوي، دولس سوه كورنۍ يوازې د كابل ښار د قنبر په څلور لاري كې ميشت دي.
د فارياب والي محمدالله بتاش هم لكه نور دولتي چارواكي د همكاريو ژمنه كوي.
مسوولين په فارياب كې وايي، كه مركزي دولت او نور مرستندوى بنسټونه په فارياب كې د بېوزلو كورنيو ناوړه حالت ته په خپل وخت لاسرسى ونه مومي، په روان ژمي كې به ستر اقتصادي كړكېچ او انساني ناورين را منځته شي.