سیمه ییز خبرونه
په بلخ كې كروندگرو ته كرنيز تخمونه چمتو كيږي
د بلخ د كرنې او مالداري رياست وايي، راتلونكى كال ته د محصولاتو د زياتوالي او د كيفيت د لوړوالي لپاره نوي پروگرامونه تر لاس لاندې دي.
دا اداره غواړي د ۱۵ شركتونو په مرسته كرنيز تخمونه په بلخ كې پر كروندگرو وويشي، چې د پسرلي په كركيله كې ترې كار واخيستل شي.
د بلخ د كرنې او مالداري رييس كاتب شمس وايي:
د نباتاتو او حيواناتو د نسلونو اصلاح، كروندگرو ته د د پنبې د تخمونو وېش، د بڼونو جوړول او د مالدارانو لپاره د مسلخونو جوړول د راتلونكي كال لپاره د دې بنسټ نور پروگرامونه دي.
ښاغلى شمس وايي، په روان كال كې د بلخ پر كروندگرو درې زره ټنه كرنيز تخمونه وېشل شوي دي.
د بلخ د كرنې رياست چارواكى زياتوي، د هېواد د شمال په ځانگړي توگه بلخ كې د نورو محصولاتو په تناسب غنم ډېر كرل كيږي؛ نو، ځكه هڅې كوو، چې د كروندگرو لپاره د اړتيا وړ كرنيزو تخمونو د برابرولو له لارې شمال ولايتونه په ځانگړي توگه بلخ د غنمو په برخه كې پځانبسيا شي او د دې زمينه برابره شي، چې نورو ولايتونو ته د غنمو صادرات پيل شي.