سیمه ییز خبرونه

په بلخ كې نا معلومو وسله والو د يوه خصوصي شركت درې كاركوونكي وژلي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په بلخ كې نا معلومو وسله والو د سړك جوړونې د يوه خصوصي شركت درې كاركوونكي وژلي او درې نور يې ټپيان كړي دي. دا پېښه د بلخ په دولت آباد ولسوالۍ كې شوې ده.

د بلخ امنيه قومندان محمد سالم احساس وایی:

وړمه شپه نا معلومو وسله والو كسانو د بلخ ولايت په دولت آباد ولسوالۍ كې د سړك جوړونې د يوه خصوصي شركت په كاركوونكو بريد كړى، درې كسان يې وژلي او درې نور یی ټپيان کړي دي. په وژل شويو كې يو پاكستاني تبعه دى.

د نوموړي په وېنا پوليسو هغه درې وسله وال طالبان نيولي، چې د ماين په چاودنو كې يې سيمه یيزو  پوليسو ته تلفات اړولي وو.

وسله والو طالبانو د يوې خبر پاڼې په خبرولو سره د بلخ په چمتال ولسوالۍ كې د ماين په چاودنه كې د سيمه یيزو پوليسو د وژنې مسئوليت منلى و.

چمتال د بلخ هغه ولسوالي ده، چې وخت ناوخت د نا امنيو رپوټونه ترې را رسېږي. تر دې مخكې نا معلومو وسله والو كسانو د ښوونځي څو ښوونكي په ډزو وژلي وو.

Trending

Exit mobile version