بلخ @ps
په بلخ هوايي ډګر کې له تېرو ۱۹ میاشتو راپدیخوا د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق مخنیوی شوی
د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر مسوولین وايي؛ په څه باندې یو کال کې یې د ۵۰ کیلوګرامه سرو زرو او دری میلیون دالرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د مولانا جلال الدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد په شمال کې تر ټولو لوی هوايي ډګر دی، چې په تېر کې له دې هوايي ډګر څخه د سرو زرو او امریکايي دالرو د قاچاق په تړاو ګڼې اندېښنې وې.
د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره له دې هوايي ډګره د سرو زرو او دالرو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د جلال الدین محمد بلخي د هوايي ډګر مرستیال عبدالغفار فاروقي څرګنده کړې؛ په تېرو ۱۹ میاشتو کې توانیدلي، چې په دې هوايي ډګر کې د ۵۰ کیلو ګرامه سرو زرو او دری میلیون امریکا يي دالرو د قاچاق مخه ونیسي.
د عبدالغفار فاروقي د څرګندونو له مخې؛ د یاد هوايي ډګر ۲۰ کارکوونکیو ته د ازبکستان هېواد له لوري مسلکي زدهکړې ورکړ شوې، چې له همدې کبله په دې هوايي ډګر کې لازمې اسانتیاوي رامنځته شوې. نوموړی زیاتوي؛ د هوايي ډګر برښنا له ۲۰ کلونو وروسته د جنراتوري برښنا پرځای له ښاري برښنا سره ونښلول شوه، چې له دې کار سره د ډېرلګښت مخه ونیول شوه.
په مزارشریف ښار کې د جلالدین محمد بلخي هوايي ډګر د هېواد یو له سترو هوايي ډګرونو څخه دی، چې د آلمان او عربي متحده اماراتو پر مالي مرسته جوړ او پر پوره تجهزاتو سمبال دی.