بلخ @ps

په بلخ ولایت کې امنیتي بنسټونو د کورونو د لټون لړۍ روانه ساتلې

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۴۰۱)

د بلخ ولایت یو شمېر اوسیدونکي له کور پر کور له لټون خوښ دي او وايي، چې د وسلو له ټولولو سره امنیت ښه کېږي، خو د ښځینه پولیسو نشتوالي ستونزې رامنځته کړې دي.

په بلخ ولایت له څو ورځو راپدیخوا د بلخ درې امنیتي ادارې د کور پر کور د لټون لړۍ پیل کړې؛ خو دغه بهیر د بلخ ولایت د اوسیدونکیو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

د دې ولایت یو شمېر اوسیدونکي له کور پر کور تلاشۍ خوښ دي او وايي، له دې کار سره به امنیت ښه شي او هغه ناقانونه وسلې به راټولې شي، چې د خلکو پر ضد کارول کېږي.

د بلخ ولایت اوسیدونکی احمد وایي: مونږ د کور پر کور له لټون سره هیڅ ستونزه نلرو. له دې سره مونږ آرام کیږو او د هغو کارونو مخه نیسي، چې یو شمېر خلک یې د کارولو په لټه کې دي. 

دغه راز د بلخ ولایت ځیني نور اوسیدونکي د کورونو د تلاشۍ پرمهال د ښځینه پولیسو پر نشتوالي نیوکه کوي او وايي، د تلاشۍ په وخت نرینه خپلو کورونو کې نوي او دې مسئلې یې اندېښنې راپورته کړي دي.

د بلخ ولایت اوسیدونکی ربیع وایي: دوی هڅه کوي، چې کور ته ولاړ شي؛ ښځې باید ورسره وي، د چا وخت باید ضایع نشي. ښځې په کور کې یوازې وي، ښځې باید ورسره وي. میرمنې باید میرمنې او نرینه، نرینه تلاشي کړي.

د بلخ ولايت د ټولنیزو چارو شنونکی  عبدالحمید انصاري وايي، چې د کورونو تلاشۍ باید د یوه قانون پر بنسټ وشي، چې د خلکو د ځورولو سبب نشي؛ ځکه د دوی په خبره ناقانونه چلند د دولت او خلکو ترمنځ واټن رامنځته کوي.

د بلخ پولیس وايي، د کورونو تلاشي د خلکو په غوښتنه پیل شوې او امنیتي ځواکونه د تلاشۍ پر مهال د خلکو له حقونو سرغړونه نکوي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند آصف وزیری وایي: د مزارشریف د خلکو په غوښتنه، امنیتي ځواکونو بالاخره پرېکړه وکړه، چې یو کمیسیون جوړ او د مزارشریف ښار د درې امنیتي ارګانونو له لارې کور پر کور تلاشي کړي.

د بلخ والي د اسلامي امارت له سیاسي مخالفانو غواړي، چې هېواد ته راستانه شي او له مخالفته لاس واخلي.

د بلخ والي قدرت الله ابوحمزه وایي: د ناتو او امریکا تر څنګ ایساف او نورو  پېنځه ویشت هېوادونو له اجیر نظام ملاتړ کاوه؛ خو بریالي نشول، چې د اسلامي امارت د محدودو مجاهدینو پر مقاومت وکړي او یا له ځانه نه دفاع وکړي.    

ویل کېږي، چې په مزارشریف کې کور پر کور تلاشي به لس ورځې دوام وکړي؛ خو اوس هم ښکاره نده، چې دا لړۍ به د بلخ ولایت ولسوالیو ته هم وغزېږي که نه!

Trending

Exit mobile version