تازه خبرونه

په بلخ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د غلې دانې لوی بانک جوړ شو

Published

on

د بلخ ولایت چارواکو ويلي، چې د غلې دانې د دې بانک له جوړېدو سره به  خلکو او سوداګرو ته ډېرې اسانتياوې رامنځته او سوداګر کولی شي، چې د اوړو او غلې په پېر او پلور کې له دغه بانک څخه ګټه واخلي او د احتکار مخه ونیسي.

د بلخ ولایت مسوولینو ویلي، چې د دغه بانک د جوړېدو موخه په لوړه بیه د پلور او احتکار مخینوی دی.

د دغه بانک له جوړېدو سره به سوداګرو ته د غلې دانې په پېر او پلور کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي ويلي: د دې ډول سوداګريزو مارکیتونو جوړول د خلکو لپاره د هيلې يوه کړکۍ ده.

د مزارشريف ښار پانګوال مصطفی مومند هم ويلي: دا په هېواد کې لومړی ځل دی، چې دلته يو معياري صنف پرانيستل شو. له نېکه‌مرغه دا زمونږ د سوداګرو او ملت لپاره ګټور دی؛ ځکه، چې دلته نرخونه او کیفیت څارل کیږي.

د بلخ یو شمېر پانګوال د سوداګرو لپاره د ډېر نور امنیت پر برابرولو ټینګار کوي او وايي، چې په هېواد کې دننه پانګونې ته لیوالتیا زیاته شوې ده.

د بلخ د غلې دانې ټولنې رییس یوسف شهباز ویلي: د الله تعالی تر ټولو غوره نعمت امنیت دی؛ مونږ د اسلامي امارت له چارواکو منندوی یو، چې الحمدلله امنیت مو لا ښه شوی دی. مونږ یو ځل بیا د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوو، چې زمونږ د سوداګرو د خوندیتوب لپاره ډېرې نورې هڅې هم وکړي.

پانګه وال سید هاشم هاشمي هم په ډاګه کړې: تر هغې، چې حکومت همکاري ونه‌کړي، سوداګر نه‌شي کولی په خپلواکه توګه عمل وکړي. د بېلګې په توګه د محصول او مالي چارو په برخه کې د سوداګر لپاره د اسانتیاوو برابرول. 

د بلخ والي مرستیال نورالهادي ابوادریس ډاډ ورکوي، چې د سوداګرو د ژوند او مال د ساتنې هڅه کوي او له پانګوالو یې غوښتي، چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

هغه ویلي: مونږ ویاړو، چې په بلخ ولایت کې د امنیت او مدیریت پروژې لرو.

د بلخ ولایت د غلې دانې بانک په داسې حال کې جوړیږي، چې تمه ده افغانستان د غلې دانې د تولید په برخه کې پر ځان بسیا شي او د قوش‌تپې له ګټې اخیستنې سره به ان غنم بهر ته صادر شي.

Trending

Exit mobile version