تازه خبرونه
په بلخ ولایت کې د مرغانو ښکار بند شو
د بلخ ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د یو شمېر مرغانو او وحشي حیواناتو د ورکېدو په اړه له اندېښنې سره – سره په دې ولایت کې د مرغانو پر ښکار بندیز ولګاوه.
د چاپېریال ساتنې چارواکي وايي؛ د حکومت د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ به له هغو کسانو سره قانوني چلند وشي، چې د مرغانو ښکار کوي.
د حکومت له لوري په هېواد کې د مرغانو او وحشي حیواناتو پر ښکار له بندیز وروسته د بلخ ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست رییس محمد محمدي وايي، د دغو مرغانو ښکار ته به اجازه ورنهکړي.
د دې ادارې رییس د ځينو مرغانو د د نسلي ورکېدا په اړه د اندېښنې له څرګندولو سره وايي، چې د حکومت د پرېکړې له مخې د هر ډول مرغانو او وحشي حيواناتو ښکار منع دى.
دغه راز د چاپېریال ساتنې رییس ویلي؛ د مرغانو د نسلي ساتنې، روزنې او پالنې لپاره ځای جوړ شوی دی.
که څه هم د مزارشريف يو شمېر اوسېدونکي د حکومت له دې پرېکړې هرکلى کوي؛ خو وايي، چې دغه بنديز بايد د ټولو مرغانو پر ښکار ونهلګول شي.
د بلخ ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د څرګندونو له مخې، د مرغانو او وحشي حیواناتو ۱۰۸ ډولونه د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي او د هغوی ښکار منع شوی دی.
