تازه خبرونه
په بلخ ولایت کې د ولسمشر اشرف غني پر مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په لړ کې نن سهار په یوه لویه امنیتي ناسته کې د بلخ او ګاونډ ولایتونو د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.
ارګ ویلي؛ دغه ناسته، چې د بلخ ولایت په مقام کې جوړه شوې وه؛ لومړی امنیتي چارواکو د بلخ ولایت او ګاونډ ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او خپل پلانونه یې له ولسمشر سره شریک کړل، چې د دښمن حرکتونه شنډ او مخه یې ونیسي.
دوی ډاډ هم ورکړ، چې دوی د خلکو په ملاتړ همغږي دي او پر ګډو هڅو به له خلکو او نظام دفاع کوي او هر ډول سرښندنو ته هم چمتو دي.
ولسمشرۍ د هغوی د ویناوو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو له وړتیاوو او همدارنګه د دښمن پر وړاندې د هغوی له مقاومت او ټینګاره مننه کړې ده.
ولسمشر ویلي، چې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په خاطر نړیوال مکلفیتونه خوندي دي او تاسې هم د حکومت د مشرتابه له بشپړ ملاتړه برخمن یاست.
ویل کیږي، چې ولسمشر اشرف غني به په دې سفر کې د دې ولایت له ملکي، سياسي او جهادي مشرانو، د علماوو شورا غړیو، ښځو، ځوانانو، د بلخ ولایتي او ملي شورا غړیو، متنفذینو، مدني فعالانو او رسنیو سره هم جلا جلا لیدنې ولري.