بلخ @ps

په بلخ ولایت کې پر نشه يي توكو د روږدو شمېر لوړ شوى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ يوشمير اوسيدونكي وايي، په نشه يي توكو د روږدو شمېر لوړ شوى او دولت يې درملنې ته هيڅ پاملرنه نه كوي.

په بلخ كې په  نشه يي توكو د روږدو شمېر ورځ تربلې ډېريږي، چې د ښار په ډېرو سيمو كې يې خلك له ستونزو سره مخ كړي دي.

په تېر كې د نشه يي توكو روږدي له ښاره ليرې او په پټه راټوليدل؛ خو اوس په آسانۍ په ښار كې د واټونو په غاړه او ګلدانونو كې نشه كوي.

يو شمېر ښاريان وايي، چې په ښار او واټونو کې د روږدو راټولیدنه او د نشه یي توکو کارول پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو ناوړه اغېزه كوي.

ډېرو روږدو كسانو ويلي،ګې د بېوزلۍ او وزګارتيا له کبله يې نشه یي توکو ته مخه كړې ده.

د مزارشريف يو شمير اوسيدونكي وايي، كورنۍ بايد د خپلو ځوانانو كارونو ته متوجه وي او په بېلابېلو پلمو بايد نشو ته مخه ونكړي.

د بلخ د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري په ډاګه کړې، چې، تراوسه يې لسګونه كسان د نشه يي توكو د پلور په تور نيولي او عدلي او قضايي بنسټونو ته يې معرفي كړي دي.

هغه زیاتوي، كه اړوند ارګانونه وغواړي پوليس كولى شي دا كسان له ښاره ټول كړي.

د يوې سروې له مخې په بلخ كې د نشه يي توكو د روږدو شمېر تر ۲۰۰ زرهرسيږي، چې له دېرش زرهډېر يې ښځې او ماشومان دي.

Trending

Exit mobile version