بلخ @ps
په بلخ کې د داعش د خراسانۍ ډلې درې مهم غړي ووژل شول – د استخباراتو ریاست
د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست د یکشنبې پر ورځ ( د وري شپږمه ) څرګنده کړې، چې په بلخ کې یې د یو لړ ځانګړیو عملیاتو پر مهال د داعش درې مهم غړي وژلي دي.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د داعش ډلې پخوانی والي او دوهیم نمبر مشر مولوي ضیاءالدین، د خراسان څانګې د شورا غړی ابو عمر افریدی او د داعش د پوځي روزنې مسوول استاد سلمان تاجکستانی له منځه وړل شوي دي.
د استخباراتو عمومي ریاست ويلي، مولوي ضیاءالدین له شهاب المهاجر مخکې د خراسان لپاره د داعش والي او د اداري او قضايي چارو مسوول و.
د استخباراتو ریاست ویلي، چې استاد سلمان د تاجکستان تبعه او د پوځي روزنې او چاودیدونکیو توکو په جوړولو کې څانګوال او متخصص و.
دغه ځانګړي عملیات له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په بلخ ولایت کې د داعش پر ضد د اسلامي امارت دوهیم عملیات دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر کال د کب میاشتې پر اووه ویشتمه نېټه ویلي وه، چې په مزارشریف ښار کې د داعش پر درې پټنځیو برید شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست هم د یکشنبې پر ورځ ( د وري شپږمه ) په ډاګه کړه، چې په فاریاب کې یې د داعش هغه وسلهوال نیولي، چې د بلخ والي داوود مزمل په وژلو کې یې لاس درلود.
د دغه رياست د څرګندونو له مخې، دغو کسانو په کابل، بلخ او فارياب په بريدونو کې لاس درلود.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د استخباراتو عمومي ریاست د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې د اړوند سیمې په ځانګړیو عملیاتو کې د داعش د هغه غړی وژل تائید کړل، چې د کورنیو چارو وزارت پر جومات یې د برید مشري کړې وه.