تازه خبرونه
په بلخ کې د مولاانا جلال الدین محمد بلخي ښوونیز مرکز بیارغول کیږي
د راپورونو له مخې؛ اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اړوند چارواکو ویلي، چې په روانه اوونۍ کې به په بلخ کې د صوفي، شاعرلیکوال او فرهنکي مولوي جلال الدین محمد بلخي د ښوونز مرکز د ودانۍ د بیارغونې چارې ژر پیل شي.
په دې تاریخي ښوونیز مرکز کې یو جومات، ښوونځی او خانقاه شته، چې د مزار شریف ښار په ختیځ کې پروت دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ د ګرځندوی چارسنبالي مشر مرتضی عزیزي نشنل خبري سرچینې ته ویلي، چې د دې ودانۍ د بیارغونې چارې به پ راوانه اوونۍ کې پیل شي.
عزيزي زياته کړې: دغه ودانۍ له خټو او خاورو څخه جوړه شوې او اوس ويجاړه شوې ده.
عزيزي څرګنده کړې؛ د ودانۍ د بیارغونې عمومي بودجه نده ځانګړې شوې؛ خو د ولسمشرۍ دفتر د پيسو د تخصيص لپاره هڅې پيل کړې دي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ مشر مطیع الله کریمي ویلي، چې د دې ودانۍ پر بیارغونه به اووه میلیون ډالر لګښت راشي.
جلال الدین محمد بلخي پر ۱۲۰۷ زېږدیز په بلخ په ښار کې زیږیدلی؛ خو د مغلو له برید وروسته یې عراق، ایران، سوریې او ترکیې ته سفرونه کړي دي.
د بلخي پلار، چې د بهاوالدین ولاد نومیده؛ په هغه وخت کې د فصاحت او بلاغت لرونکی و همدې ښوونیز مرکز ته یې نږدې ژوند کاوه.