بلخ @ps
په بلخ کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي
د بلخ امنیتي چارواکو ويلي؛ د دې ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اووه غړي پر مرموز ډول وژل شوي دي.
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري څرګنده کړې، دغه کورنۍ د جمعې پر شپه (د سلواغې ۱۴ ) پر مرموز ډول وژل شوې ده.
د محمد آصف وزيري د څرګندونو له مخې؛ د دې پېښې په قربانيانو کې ماشومان او ښځې هم شته دی.
آصف وزیری وايي، تر اوسه د دې وژنې لامل او انګېزه نده څرګنده؛ خو د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
