تازه خبرونه
په بلخ کې سینه بغل ناروغۍ ۲۰ ماشومان مړه کړي
د مزارشریف حوزوي روغتون په ډاګه کړې؛ له تېرې یوې میاشتې راپدیخوا په مزارشریف ښار کې د سړې هوا له کبله پر سینه بغل اخته ۲۰ ماشومان مړه شوي دي.
د مزارشریف حوزوي روغتون چارواکو ویلي، چې د مړینې لامل نه یوازې تنفسي ناروغي یا سینه بغل دی، بلکې په روان سوړ ژمي کې کورنیو خپلو ماشومان ته ډېره پاملرنه نده کړې.
خلکو ویلي؛ د ناروغانو په ځانګړي توګه ماشومانو کې د مړینې کچه؛ ځکه لوړه شوې د روغتون چارواکي لکه څومره، چې اړتیا ده کار نکوي او ناروغان هم له پاملرنې بې برخې پاتې کیږي.
دغه راز ناامني او په ولسوالیو کې د وسلوالو مخالفانو شتون د مزارشریف په حوزوي روغتون کې د ناروغانو شمېر تر بل هر وخت ډېر کړی دی.
د بلخ د عامې روغتیا چارواکو څرګنده کړې؛ د دې ولایت په ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱۶ کلینیکونه شت، خو پدې وروستیو کې د ناامنيو کبله یو شمېر روغتیایي مرکزونه تړل شوي دي.
د یادونې ده، چې د روانو جګړو او ناامنیو تر سیوري لاندې ژوند کولو په ښارونو او ولسوالیو کې د ولسونو ډېر اندېښمن کړي دی.