بلخ @ps
په بلخ کې لسګونه طالبان د ملا رسول له ډلې سره یو ځای شول
آریانا نیوز ته رسیدلي تصویرونه ښیي،چې د ملا هبت الله د ډلې لسګونه وسلوال د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې له ملا رسول سره بیعت کړی دی.
د چمتال له پاره د طالبانو د ولسوال قاضي نور محمد په مشرۍ لسګونه وسلوال طالبان،چې د البرز غره په کلي کې د ملا هبت الله په ملاتړ جنګیدل، اوس له دې ډلې جلا شوي او د ملا رسول له ډلې سره یو ځای شوي دي. دويپه سپکو او درندو وسلو او موتر سایکلونو سمبال دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي، چې د طالبانو نوی مشرتابه له کمزوري مدیریت او مالي ستونزو سره مخ دی اوله همدې کبله طالبان په څو ډلو وېشل شوي دي.
که څه هم د ملا رسول ډلې تل له افغان ځواکونو سره جګړه کړې؛خو د طالبانو دغې ډلې د ملا هبت الله له ډلې سره هم جګړه کړې ده.
سیاسي شنونکی میاګل وثیق هم باوري دي، چې په طالبانو کې اوس پخوانی زور نه دی پاتې؛ ځکه د طالبانو ستر تمویلونکی پاکستان له نړیوالو فشارونو سره مخ دی.
له کله، چې د ملا محمد عمر د مړیني خبر ډاګیز شو، طالبان په څو ډلو ووېشل شول.
په وروستیو کې د امریکا د پوځ لوی درستیز هم ویلي وه، چې د طالبانو نوی مشر په دې نه دی توانیدلی، چې د روان اوړي په نیمایي کې خپل بریدونه پراخ کړي.