سیمه ییز خبرونه
په بلوچستان کې د پاکستان د بحري ځواک پر هوايي اډه وسلوال برید وشو
د پاکستان د بلوچستان ایالت په تربت ښار کې د پاکستان د بحري ځواکونو پر هوایي ډګر ډلهییز وسلهوال برید شوی دی.
د پاکستان سیمهییزو رسنیو د پاکستان د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ امنیتي ځواکونو د دوشنبې پر شپه د بلوچستان ایالت د بحري ځواکونو په یوه هوايي اډه کې شپږ وسلوال وژلي دي.
ډان ورځپاڼې د مکران د کمشنر سعید احمد عمراني د څرګندونو له مخې ویلي، چې د تربت هوايي ډګر په شاوخوا کې د ډزو او درندو چاودنو راپورونه ورکړ شوي دي.
نوموړي ویلي: وسلهوالو پر هوايي ډګر له درې خواوو څخه بريد وکړ؛ خو امنيتي ځواکونو سمدستي ځواب ورکړ او د هغوى د ورننوتلو هڅه يې شنډ کړه.
نوموړي د مرګ او ژوبلې په اړه کره شمېر څرګند نکړ؛ خو وایي، چې تر دې دمه د سیمې روغتون ته کوم مړى او ټپي ندى رسېدلى.
پي این ایس صدیقي، چې د پاکستان تر ټولو لویه بحري هوايي اډه ده؛ د برید موخه وه.
امنیتي چارواکو د دوشنبې پر شپه ویلي، د تربت هوايي ډګر له پولې بهر “شپږ ترهګر وژل شوي”، چې ورسره د اډې امنیت ډاډمن شوی دی.
هغه زیاته کړې: د حساسو بحري تاسیساتو د زیان راپور هم نلرو.
د سیمې خلکو ویلي؛ په تربت ښارګوټي کې د ۱۲ چاودنو غږونه اورېدل شوي او ډزې، چې د شپې له شاوخوا لس بجو پیل شوې د شپې تر ناوخته روانې وې.
د بلوچستان ازادي غوښتونکي اردو د دې برید پړه منلې ده.