نړۍ

په بلوچستان کې زلزلې له ۲۲۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۵, ۱۴۰۰)
رویټڼرز د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې په بلوچستان ايالت کې د زلزلې له کبله ۲۰ کسان مړه شوي، له ۲۰۰ ډېر ټپیان او د استوګنې کورونه او اړوند دفترونه زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې؛ د رښتر په کچه ۵ اعشاریه ۷ درجې زلزله نن سهار هرنایي سیمې ته نږدې رامنځته شوې، چې ژورتیا یې ۱۵ کیلو میټره اټکل شوې ده.

د ځايي راپورنو له مخې، دې زلزلې د کویټې په ګډون په سیوۍ، هرنايي، پښین، قلعه سیف الله، چمن، زیارت او ږوب ضلعو کې زیانونه اړولی دی.

د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ زلزله داسې مهال رامنځته شوې، چې ډېري خلک پر خوب ویده ول، ډېر قربانیان یې ښځې او ماشومان دي.

چارواکو ويلي؛ ښايي د مرګ و ژوبلې شمېر نور هم ډېر شي.

د راپور د څرګندونو له مخې؛ له ۱۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او د دولتي ودانیو په ګډون ډېر نور زیانمن شوي دي.

د یادونې ده، چې دې زلزلې د ځاني زیانونو تر څنګ مالي زیانونه هم رامنځته کړي دي.

 

Trending

Exit mobile version