تازه خبرونه
په بنګله دیش کې اورلګېدنې ۸۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: چنګاښ ۱۹, ۱۴۰۰)
په بنګله دیش کې د بېړنیو خدماتو ادارې ويلي؛ یوه په يوه کارخونه کې د اورلګېدو له کبله لږ تر لږه ۵۲ کسان مړه او ۳۰ نور ټپي شوي دي.
دا پېښه پلازمېنې ډاکې ته نږدې په روپګاني صنعتي ښارګوټي کې د خوراک او څښاک توکو په یوه تولیدي کارځي کې رامنځته شوې ده.
چارواکو خبریالانو ته ویلي؛ دا اور د کارخونې په ودانۍ کې د پلاستیک او کیمیاوي توکو د زېرمه کېدو له کبله لګېدلی.
د بنګله دیش د اور وژنې ادارې چارواکو بي بي سي ته ویلي کېدای شې د پېښې د قربانیانو شمېر لوړ شي، ځکه کڼ کسان نادرکه دي.
د راپورونو له مخې، دغه کارخونه په یوه شپږ پوړیزه ودانۍ کې فعاله وه، چې د میوې جوس، آش او خوږه یې تولیدوله.