تازه خبرونه
په بهرنیو چارو وزارت کې د کابل – مسکو د اړیکو ارزولو غونډه ترسره شوه
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د ستراتیژیکو څېړنو مرکز رییس ولي الله شاهین د روسیې او افغانستان د اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د بحث لپاره یې یو شمېر اساسي پوښتنې وړاندې کړې.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د ستراتیژیکو څېړنو مرکز پر نوښت «کابل ته د روسیې د ملي امنیت سلاکار له سفر وروسته د کابل – مسکو اړیکو مسیر» پر موضوع علمي بحث وشو.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې د ستراتیژیکو څېړنو مرکز رییس ولي الله شاهین د روسیې او افغانستان د اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د بحث لپاره یې یو شمېر اساسي پوښتنې وړاندې کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې د دې وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي له اسلامي امارت سره د روسیې اړیکې په درې پړاوونو؛ د اسلامي امارت لومړۍ دوره، د شل کلن اشغال دوره او تېرو درې کلونو کې وارزولې او د دغې مخینې په رڼا کې یې د دغو اړیکو پر راتلونکي بحث وکړ.
ذاکر جلالي ویلي: که څه هم د روسیې او اسلامي امارت اړیکې په بېلابېلو پړاوونو کې له لوړو-ژورو تېرې شوي، خو په ټوله کې له ۲۰۱۷ز کال راپدېخوا، چې کله د مسکو فارمټ غونډې پیل شوې او د اسلامي امارت لپاره د دريځ څرګندولو یو نړيوال سټیج جوړ شو؛ نو ورسره دغو اړیکو وده پیل کړه او له دې وروسته هم تمه دا ده، چې په اړیکو کې ډېر نور مثبت پرمختګونه رامنځته شي.
جلالي زیاته کړې؛ په وروستیو ورځو کې کابل ته د لوړپوړي روسي پلاوي راتګ له شک پرته د افغانستان او روسیې د اړیکو پر مسیر خپلې مثبتې اغېزې ښندي او یو مهم سیاسي پرمختګ دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د وروستي پلاوي له راتګ سره به روسيه د اسلامي امارت نوم له تور نوملړه پر لرې کولو د امارت او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو د نورې پراختيا زمينه برابره کړي.
هغه هيله څرګنده کړې، چې د روسيې لخوا د ځينو سياسي ګامونو له پورته کولو سره به د افغانستان او روسيې ترمنځ په اقتصادي برخه کې لویو پرمختګونو ته لار اواره شي.
ذاکر جلالي ویلي؛ د نظام جوړونې په برخه کې اقدامات او له روسيې سره د اسلامي امارت له پرلهپسې اړيکو سره روسیه دې پایلې ته رسېدلې، چې د افغانستان اسلامي امارت د یوه باثباته او مستحکم نظام په توګه کولی شي په سیمه کې د روسیې یو ښه سیاسي او اقتصادي شريک شي.
ښاغلي جلالي د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سياست متوازن وباله او له روسيې سره يې په اړيکو کې پرمختګ د دوه اړخيزو اړيکو د عادي کېدو پر لوري گامونه وبلل چې هیڅ لوري ته ښايي د اندېښنې وړ نهوي.
د یادولو ده، چې په دغه بحث کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو کارکوونکیو- ډیپلوماټانو ګډون کړی و او د موضوع په اړه یې خپل نظرونه وړاندې کړل او پر بېلابېلو اړخونو بحثونه وشو.
